لوګر کې پر بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوه

22 عقرب 1403 ساعت 8:10

د لوګر ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې پر سل تنو بزګرانو د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې د وېش خبر ورکړی دی.


د لوګر ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې پر سل تنو بزګرانو د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې د وېش خبر ورکړی دی.

د یاد ولایت د کرنې او مالدارۍ رییس عبدالروف سعید ویلي، چې د دغه ولایت په محمدآغې ولسوالۍ کې د یوه عربي خیره بنسټ له لوري پر سل تنو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل شوې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه مرسته کې هر بزګر ته ۱۰۰ کیلو د غنمو اصلاح شوي تخمونه، ۱۰۰ کیلو سپینه سره او ۱۰۰ کیلو توره سره وېشل شوې، چې د بزګرانو پرځان بسیاینې په برخه کې به اغېزمن تمام شي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 177526

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177526/

جمهور
  https://www.jomhornews.com