د کاپ ۲۹مه غونډه د طالبانو پلاوي په ګډون باکو کې پیل شوې

22 عقرب 1403 ساعت 8:08

د اقلیمي بدلون په تړاو د ملګرو ملتونو سازمان کلنۍ غونډه (کاپ۲۹) د ا‌ذربایجان په پلازمېنه باکو کې د طالبانو پلاوي په ګډون پیل شوې ده.


د اقلیمي بدلون په تړاو د ملګرو ملتونو سازمان کلنۍ غونډه (کاپ۲۹) د ا‌ذربایجان په پلازمېنه باکو کې د طالبانو پلاوي په ګډون پیل شوې ده.

د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلونونو، اجرائیه رییس په دې غونډه کې ویلي، چې باید د اقلیم لپاره پر یوه نړۍوال مالي هدف هوکړه وشي او ټینګار یې کړی، که‌چېرې د نړۍ دوه پر درېیمه برخه هېوادونو ونه کړای شي چې، د شین کوریزو ګازو د خپرېدو سرعت کم کړي، نور هېوادونه به یې په بې رحمۍ سره بیه پرې کړي.

ټاکل شوې چې، دا غونډه د روانې نومبر تر ۲۲مې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون کنوانسیون د ۱۹۸غړو هېوادونو د استازو په ګډون او د ځينو هېوادونو د مشرانو، خصوصي سکټور، دوه اړخیزو او څو اړخیزو مالي بنسټونو، مدني ټولنې او رسنیو په حضور کې دوام وکړي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 177525

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177525/

جمهور
  https://www.jomhornews.com