طالبانو د ډلې ادعا:

نړۍ زموږ د حاکمیت په درک سره خپلو نظریو کې بدلون راوستی دی

21 عقرب 1403 ساعت 12:10

د طالبانو د ډلې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ادعا کوي چې نړۍ د دغې ډلې د واکمنۍ په درک کولو سره د خپلو نظریو په څرګندولو کې بدلون راوستی دی.


د طالبانو د ډلې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ادعا کوي چې نړۍ د دغې ډلې د واکمنۍ په درک کولو سره د خپلو نظریو په څرګندولو کې بدلون راوستی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو ډلې تر کنټرول لاندې سیمه د دوشنبې په ورځ (د لړم ۲۱ مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغې ډلې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان نړیوال اسلامي پوهنتون له یو شمېر دوکتورا محصلینو سره وکتل.

ويناوالو په هېواد کې د دوکتورا تر کچې د لوړو زده کړو پيل يو ښه ګام وباله او په نورو پوهنتونونو کې يې هم د دوکتورا د کورسونو د پيل غوښتنه وکړه.

مولوي عبدالکبیر وویل، افغاني ټولنه ښه ظرفیتونه لري او د طالبانو امارت د ځوانانو او کدرونو ښې روزنې ته پوره ژمن دی.

نوموړي زياته کړه، چې د نورو برخو ترڅنګ په سياسي برخه کې هم د پام وړ پرمختګ شوى او په نږدې راتلونکي کې به له يو شمېر نورو هېوادونو سره هم سياسي اړيکې پيل کړي.

هغه ادعا وکړه چې په دې وروستیو کې نړۍ د طالبانو د امارت د واکمنۍ په درک کولو سره د خپلو نظریو په څرګندولو کې بدلون راوستی دی.

د یادولو وړ ده چې د طالبانو ډلې ته د افغانستان د تسلیمیدو نه وروسته څه دپاسه درې کاله کیږي چې تر اوسه هیڅ هیواد دا ډله په رسمیت نه ده پیژندلې خو دا نه ده څرګنده چې د نړۍ سره د اړیکو د پراختیا لپاره د طالبانو د ادعا اساس له کومه کیږي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 177501

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177501/

جمهور
  https://www.jomhornews.com