کندوز کې د څښاک اوبو د لسګونه څاګانو د کیندلو چارې پیل شوې

21 عقرب 1403 ساعت 8:10

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کندوز په دوو وولسوالیو کې خلکو ته د څښاک اوبو برابرولو په موخه د لسګونه څاګانو د کیندلو او ترمیم چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی.


د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کندوز په دوو وولسوالیو کې خلکو ته د څښاک اوبو برابرولو په موخه د لسګونه څاګانو د کیندلو او ترمیم چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کندوز د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د (اي. سي. اوو) موسسې په مالي مرسته د دغه ولایت په امام صاحب او علي آباد ولسوالیو کې د څښاک پاکو اوبو د ۱۶ نیمه ژورو څاګانو د کیندلو او د ۲۶ څاګانو د ترمیم چارې پیل شوې.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ډاډ ورکړی، چې د یادو څاګانو په کیندلو او ترمیم سره به د نوموړو ولسوالیو څه باندې ۵۰۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 177490

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177490/

جمهور
  https://www.jomhornews.com