پر روسیه د اوکراین تر ټولو لوی هوايي بریدونه؛ په مسکو کې دوه لوی هوايي ډګرونه وتړل شول

20 عقرب 1403 ساعت 15:54

د اوکراین پوځ نن په ۲۵ بې پیلوټه الوتکو د روسیې پلازمینه په نښه کړه.


د اوکراین پوځ نن په ۲۵ بې پیلوټه الوتکو د روسیې پلازمینه په نښه کړه.

د روسي چارواکو په وینا، د اوکراین پوځ نن (یکشنبه) د لږ تر لږه ۲۵ بې پیلوټه الوتکو په مرسته د روسیې پلازمینه په نښه کړه او دا برید د مسکو د دوو لویو هوايي ډګرونو د موقتي بندیدو لامل شو.

د رویټرز په وینا، د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین دا برید تایید کړ او ویې ویل چې بې پیلوټه الوتکې په رامینسکوی او کولومینسکي ولسوالیو او همدارنګه دومودیدوو کې ویجاړ شوي.

دا د روسیې پر پلازمینې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکې تر ټولو لوی برید دی. د لومړنیو معلوماتو له مخې په دې برید کې د بې پیلوټه الوتکې پاتې شوني، چاته زیان نه دی اوښتی.

رامینسکوی سیمه چې د کریملین جنوب ختیځ ته په ۴۵ کیلومترۍ کې پرته ده، د سپټمبر په میاشت کې د اوکراین په برید کې په نښه شوه.

دا برید په هغه وخت کې د مسکو په وړاندې د کییف د اردو لخوا ترټولو لوی ډرون برید و ، او د روسیې هوایی دفاع ټول 20 بې پیلوټه الوتکې ویشتلې.

د روسيې د هوايي ترانسپورت فدرالي ادارې (Rossaviatsya) په خپل ټيليګرام چينل کې ليکلي، چې د ملکي الوتنو د خونديتوب د ډاډ په موخه د دوو هوايي ډګرونو "دوموديدوو" او "ژوکوف" فعاليتونه په موقتي ډول بند شوي دي.

دې ادارې د دې الوتنې محدودیتونو د مودې په اړه توضیحات ندي وړاندې کړي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 177482

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177482/

جمهور
  https://www.jomhornews.com