تر ۳۰۰ ډېر افغان کډوال له ترکیې څخه وایستل شول

20 عقرب 1403 ساعت 15:39

د طالبانو د ډلې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې څه باندې ۳۰۰ افغان کډوال له ترکیې څخه افغانستان ته اوښتي دي.


د طالبانو د ډلې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې څه باندې ۳۰۰ افغان کډوال له ترکیې څخه افغانستان ته اوښتي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو تر کنټرول لاندې هېواد د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ (د لړم ۲۰ مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په تېرو دوو ورځو کې د ترکیې په استانبول ښار کې ۳۲۵  له اسنادو پرته نیول شوي او د هوا له لارې هیواد ته راستانه شوي دي.

طالبانو ویلي چې د دې ډلې امارت هڅه کوي چې دوی ته د کار زمینه برابره کړي. د يادونې وړ ده، چې د مهاجرت د نړيوال سازمان د شمېرو له مخې، د طالبانو تر تسليمېدو وروسته له اتو ميليونو څخه زيات افغانان د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 177476

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177476/

جمهور
  https://www.jomhornews.com