د طالبانو د ډلې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې څه باندې ۳۰۰ افغان کډوال له ترکیې څخه افغانستان ته اوښتي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو تر کنټرول لاندې هېواد د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ (د لړم ۲۰ مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په تېرو دوو ورځو کې د ترکیې په استانبول ښار کې ۳۲۵ له اسنادو پرته نیول شوي او د هوا له لارې هیواد ته راستانه شوي دي.
طالبانو ویلي چې د دې ډلې امارت هڅه کوي چې دوی ته د کار زمینه برابره کړي. د يادونې وړ ده، چې د مهاجرت د نړيوال سازمان د شمېرو له مخې، د طالبانو تر تسليمېدو وروسته له اتو ميليونو څخه زيات افغانان د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته کډوال شوي دي.
جمهورخبري آژانس