د افغانستان شاوخوا د امنیتي کمربند له طرحې د ګډو ګټو هېوادونو ملاتړ

20 عقرب 1403 ساعت 8:42

د خپلواکو همګټو هېوادونو سرمنشي اعلان کړی چې د افغانستان په شاوخوا کې د امنیتي کمربند د جوړېدو په تړاو د ټولیز امنیت سازمان د طرحې ملاتړ کوي.


د خپلواکو همګټو هېوادونو سرمنشي اعلان کړی چې د افغانستان په شاوخوا کې د امنیتي کمربند د جوړېدو په تړاو د ټولیز امنیت سازمان د طرحې ملاتړ کوي.

سرګي لبدیف په مسکو کې د خپلواکو همګټو هېوادونو د امنیت شورا د منشیانو غونډې ته وایي چې هیله لري، د دغو هېوادونو هڅې د نړیوالو ترهګریزو سازمانونو د فعالیتونو، د نشه يي توکو د قاچاق، د وسلو د قاچاق او په سیمه کې د ناقانونه کډولی له کمښت سره مرسته وکړي.

هغه ویلي:«موږ هیله لرو چې د دې ډلې کار د سیمې د وضعیت په شنډولو کې چې د نړیوالو ترهګریزو سازمانونو له فعالیتونو، د نشه يي توکو او وسلو له قاچاق او ناقانونه کډوالۍ سره تړاو لري، مرسته وکړي.»

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 177458

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177458/

جمهور
  https://www.jomhornews.com