د چمن پرلټوال: که پاکستان مو غوښتنې ونه مني، پایلې به یې ښې نه وي

20 عقرب 1403 ساعت 8:39

د چمن پرلت غړي د روانې زیږدیزې مياشتې پر ۲۲مه نېټه د حق غوښتنې د نوي خوځښت د پیل خبر ورکوي.


د چمن پرلت غړي د روانې زیږدیزې مياشتې پر ۲۲مه نېټه د حق غوښتنې د نوي خوځښت د پیل خبر ورکوي.

چمن-سپين بولدک دروازې د نه خلاصون په غبرګون کې د ملتپالو ګوندونو غړو چمن کې د يوې خبري ناستې پر مهال د پاکستان لخوا له دوی سره د کړو ژمنو پر نه عملي کېدو له نیوکې سره ویلي، که‌چېرې د پخوا په شان د چمن-سپين بولدک دروازه پر تذکره او شناخته کارت د تګ راتګ په موخه خلاصه نه‌شي، دوی به د رواني نومبر مياشتي پر ۲۲ نېټه د چمن اوسېدونکو په ګډون د خپل حق غوښتني نوی خو پياوړی خوځښت پیل کړي.

چمن کې د ملتپالو ګوندونو استازی اصغر خان وايي، که‌چېرې د رواني نومبر میاشتې تر ۲۲مې نېټې د پاکستان حکومت له موږ سره کړې ژمنې عملي نه‌کړي؛ نو دا زموږ د ملتپالو ګوندونو، چمن پرلت او خلکو پرېکړه ده چې، پر ۲۲مه نېټه به خاص ګامونه اخلو او ښيو به چې، موږ څه کولای شوو.

د چمن پرلت ځينې نور غړي هم وایي که‌چېرې د پاکستان حکومت د چمن د اوسېدونکو غوښتني ونه مني، نو پايله به یې ښې نه‌وي.

د چمن پرلت مشر عبدالخالق حقمل وویل، که‌چېرې تاسو ولس نور هم مجبور کړئ؛ نو بيا به دا ولس خپل ننګ او غيرت راپورته کوي او ستاسو دفترونو او پوځي مرکزونو ته به ننوخي او ان پر سړک به ورڅخه خپل موټر هم نشئ تېرولای.»

د چمن پرلت غړی غوث‌الله وايي، که د ولس غوښتني ونه منل شي، بيا که هر ډول کړنه او پېښه رامنځته شوه؛ نو د پاکستاني اوسني واکمن او د چمن ځایي مسوولان به یې مسوول وي او بيا باید خلک ملامت ونه بلل شي.»

د چمن پرلت، څه باندې ۱۳ مياشتې مخکې، د چمن-سپین بولدک پر دروازه د پاسپورټ او ویزې د الزامي کېدو په غبرګون کې پېل شوی او لاهم دوام لري.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 177457

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177457/

جمهور
  https://www.jomhornews.com