د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ۵۰ اوریزه لوبلړۍ دویمه لوبه د ۶۸ منډو په توپیر سره د بنګله دېش ملي لوبډلې ته وبایلله.
کرکټ: افغانستان دویمه لوبه بنګله دېش ته وبایلله
20 عقرب 1403 ساعت 8:33
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ۵۰ اوریزه لوبلړۍ دویمه لوبه د ۶۸ منډو په توپیر سره د بنګله دېش ملي لوبډلې ته وبایلله.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ۵۰ اوریزه لوبلړۍ دویمه لوبه د ۶۸ منډو په توپیر سره د بنګله دېش ملي لوبډلې ته وبایلله.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه لوبه چې پرون شنبې د لړم ۱۹ مه د متحده عربي امارتو په شارجه لوبغالي کې تر سره شوه، بنګله دېش لومړۍ توپ وهنه وکړه او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۵۳ هدف افغانستان ته وټاکه.
خو د لوبې په دویمه پاڼې کې د افغانستان د توپ وهنې پیل ښه نه وو او ویې نه شوای کولی دغه هدف پوره کړي.
افغان لوبغاړي هغه مهال چې منډې یې ۱۸۱ وې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او دغه لوبه یې د ۶۸ منډو په توپیر وبایلله.
د یادونې ده، چې د افغانستان او بنګله دېش وروستۍ لوبه سبا دوشنبې د لړم ۲۱ مه په همدې لوبغالي کې تر سره کېږي.
جمهورخبري آژانس
د مطلب کود: 177455
دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177455/