مولوي کبیر: د طالبانو حکومت د نړۍ ټولو اندېښنو ته رسېدنه کړې ده

20 عقرب 1403 ساعت 8:24

د طالبانو د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر کابل کې د اروپایي ټولنې له چارسمبالې، ورونیکا بوشکوویچ-پوهار سره کتلي او افغانستان کې یې د اروپایي ټولنې پر فعالیتونو او بشري مرستو خبرې کړې دي.


د طالبانو د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر کابل کې د اروپایي ټولنې له چارسمبالې، ورونیکا بوشکوویچ-پوهار سره کتلي او افغانستان کې یې د اروپایي ټولنې پر فعالیتونو او بشري مرستو خبرې کړې دي.

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه کتنه کې د اروپایي ټولنې چارسمبالې د سرپرست حکومت او اروپایي ټولنې د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

مولوي کبیر دغه کتنه کې له اروپایي ټولنې غوښتي څو پراختیایي، نشه یي توکو لمنځه وړلو او د بدیل کښت، کاري زمینو برابرولو او روږدو د درملنې په برخو کې له افغانستان سره مرستې وکړي.

د هغه په خبره، د طالبانو سرپرست حکومت د افغانستان د خاورې په تړاو د نړۍ ټولو اندېښنو ته رسېدنه کړې ده.

جمهورخبري آژانس

 


د مطلب کود: 177452

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177452/

جمهور
  https://www.jomhornews.com