هند سره د افغانستان سوداګري ۶۵۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي

20 عقرب 1403 ساعت 8:20

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین وايي، د روان ۲۰۲۴ زیږدیز کال په لسو میاشتو کې، له هند سره د افغانستان د سوداګرۍ کچه شاوخوا ۶۵۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي.


د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین وايي، د روان ۲۰۲۴ زیږدیز کال په لسو میاشتو کې، له هند سره د افغانستان د سوداګرۍ کچه شاوخوا ۶۵۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند آخندزاده عبدالسلام جواد وايي؛ هندوستان ته د افغانستان عمده صادراتي توکي وچ انځر، هینګ، زعفران، ممیز، شنه زیره او بادام دي او همدا رنګه له هند څخه د افغانستان په عمده وارداتي توکو کې بوره او د صنعتي فابریکو خام مواد شامل دي.

تر دې وړاندې هم د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو، د روان ۲۰۲۴ زیږدیز کال په نهو میاشتو کې د افغانستان او چین ترمنځ د ۵۴۸ میلیونه ډالرو په ارزښت د راکړې ورکړې خبر ورکړی و چې له جملې څخه یې ۱۲ میلیونه صادرات او ۵۳۶ میلیونه یې واردات وو.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 177451

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177451/

جمهور
  https://www.jomhornews.com