د هیواد له ګمرکونو ۶۰ ټانکره بې کيفيته تېل ایران ته استول شوي

20 عقرب 1403 ساعت 8:18

د طالبانو د مالیې وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې په تېره يوه اونۍ کې يې د افغانستان له ګمرکونو د بې کيفيته وارد شویو تېلو شاوخوا ۶۰ ټانکرونه بېرته ایران ته استولي دي.


د طالبانو د مالیې وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې په تېره يوه اونۍ کې يې د افغانستان له ګمرکونو د بې کيفيته وارد شویو تېلو شاوخوا ۶۰ ټانکرونه بېرته ایران ته استولي دي.

په خبر پاڼه کې راغلي، چې دغه ټانکرونه یې د فراه له ابونصر فراهي او د نیمروز او هرات د تورغونډۍ له ګمرکونو ایران ته ستانه کړي دي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې د نفتي موادو د کيفيت او څارني رياست د فراه ولایت د ابونصر فراهي ګمرک کې ۲۰ ټانکره، د نيمروز په ګمرک کې ۲۸ او د هرات د تور غونډۍ په ګمرک کې ۱۲ ټانکره بې کيفيته تيل تر معلومولو وروسته بیرته ایران ته ليږلي دي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 177450

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177450/

جمهور
  https://www.jomhornews.com