هرات کې زلزله ځپلو ته ۲۸۸ کورونه جوړ او ورسپارل شوي دي

20 عقرب 1403 ساعت 8:17

د هرات ولایت ځایي چارواکو ویلي، چې په دغه ولایت کې زلزله‌ځپلو ته د ۱۰۲ میلیونه افغانیو په ارزښت ۲۸۸ کورونه جوړ او ورسپارل شوي دي.


د هرات ولایت ځایي چارواکو ویلي، چې په دغه ولایت کې زلزله‌ځپلو ته د ۱۰۲ میلیونه افغانیو په ارزښت ۲۸۸ کورونه جوړ او ورسپارل شوي دي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې دغه کورونه د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د ګل‌ران ولسوالي په شکر‌اب، بندافضل ، سنګ کوتل او زنده‌جان ولسوالۍ کې رغول شوي دي.

زلزله ځپلو ته دا کورونه په داسې حال کې سپارل کیږي، چې په یاد ولایت کې لا هم ګڼې کورنۍ په خېمو کې ژوند کوي.

د یادولو وړ ده، چې د تېر یوه کال په ترڅ کې د خپرو شویو راپورونو پربنسټ، د هرات په زلزله‌ځپلو سیمو کې ګڼو کورونو ته کورونه جوړ او سپارل شوي او لاهم دغه لړۍ روانه ده.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 177449

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177449/

جمهور
  https://www.jomhornews.com