د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو وړاندوینه

19 عقرب 1403 ساعت 15:49

د طالبانو د هوا پېژندنې ادارې اعلان کړی چې په یو شمېر ولایتونو کې د سختو بارانونو، تېزو بادونو، د دوړو او سیلابونو د راوتو اټکل دی.


د طالبانو د هوا پېژندنې ادارې اعلان کړی چې په یو شمېر ولایتونو کې د سختو بارانونو، تېزو بادونو، د دوړو او سیلابونو د راوتو اټکل دی.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د طالبانو ډلې د ترانسپورت وزارت د اعلان له مخې، په بدخشان، تخار، کندز، بلخ، نورستان، پنجشیر، بغلان، لغمان، کونړ، ننګرهار ولایتونو کې سخت بارانونه او سیلابونه راوتلي دي. د پروان، بامیان، سرپل او سمنګان په شمول د سالنګونو وړاندوینه شوې ده.

دغه وزارت زیاته کړې، چې په بېلابېلو ځایونو کې د اورښت اندازه د (۱۵-۳۵) ملي مترو ترمنځ ده.

خبرځاى زياته کړه، اوس هم د سالنګونو په ګډون په جنوب ختيځو، مرکزي او لوېديځو ولايتونو کې د سختو بادونو د ورېدو امکان شته.

طالبان وايي، په بېلابېلو ځایونو کې د دغو بادونو سرعت په ساعت کې د (۵۰-۷۰) کیلو مترو ترمنځ اټکل شوی دی.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 177441

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177441/

جمهور
  https://www.jomhornews.com