د طالبانو د ډلې د ښار جوړونې او کور جوړونې سرپرست وزیر حمدالله نعماني په اسیا کې د آغا خان بنسټ د بیړنیو حالاتو له عمومي رییس شادمان حاجي بیکوف سره وکتل.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د ښار جوړونې او کور جوړونې وزارت د زلبان ډلې تر کنټرول لاندې د اغا خان بنسټ د بېړنیو حالاتو له عمومي رییس شادمان حاجي بیکوف سره د دغه وزارت د سرپرست په کتنه کې دغه اعلان وکړ.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې د ښار جوړونې وزارت سرپرست حمدالله نعماني په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول له دغه وزارت سره د آغاخان بنسټ فعالیتونه ارزښتناک او مهم وبلل.
د آغاخان بنسټ د بیړنیو حالاتو عمومي رییس شادمان حاجي بیکوف هم ویلي، چې د طالبانو له خوا د غوښتنې په صورت کې دوی چمتو دي چې په افغانستان کې د طبیعي پیښو د قربانیانو لپاره مناسب کورونه جوړ کړي.
هغه زياته کړه، چې په راتلونکي کې به د دغه وزارت د انجنيرانو د ظرفيتونو د لوړولو په برخه کې همکارۍ ته چمتو وي.
بیکوف د طالبانو د ډلې د ښار جوړونې او کور جوړونې وزارت له سرپرست څخه وغوښتل چې بدخشان ته سفر وکړي او په هغه ولایت کې د دغه بنسټ له فعالیتونو څخه لیدنه وکړي.
جمهورخبري آژانس