۰

طالب ډلې او د منځنۍ اسیا هېوادونو د ریل پټلۍ د پروژو پر تطبیق خبرې وکړې

شنبی ۱۹ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۳۵
د طالبانو ډلې د فواید عامې وزارت پلاوي چې په ازبکستان کې یې د ګډو ګټو هېوادونو د ریل ټرانسپورټ شورا په غونډه کې ګډون کړی و، د تاجکستان، ازبکستان او قزاقستان له هېوادونو سره د اورګاډي د پټلۍ د پروژې د عملي کېدو په اړه خبرې وکړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه هېواد د فواید عامې وزارت نن لړم ۱۹) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د دغې ډلې پلاوي د ملګرو ملتونو د اورګاډي ترانسپورت شورا د ګډو ګټو هېوادونو په ۸۱مه غونډه کې ګډون کړی دی.

په ازبکستان کې طالبانو ویلي چې د دې ډلې پلاوي د قزاقستان، تاجکستان او ازبکستان د اورګاډي پټلۍ له رئیسانو سره دوه اړخیزې ناستې کړې او د اورګاډي د پروژو د تطبیق او د اورګاډي له لارې د سوداګریزو او ترانزیتي املاکو د لېږد د حجم پر زیاتوالي یې خبرې کړې دي.

د يادونې وړ ده، چې د طالبانو ډلې د فوايد عامې وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، د طالبانو د پلاوي مشري د دغه وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستيال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده کوله.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي