سیګار اداره راتلونکی میلادي کال خپل فعالیت پای ته رسوي

19 عقرب 1403 ساعت 9:16

د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا د سرمفتش دفتر (سیګار) په یو تازه راپور کې د امریکا کانګرس ته وړاندیز کړی چې د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر کې دغه اداره خپل فعالیت پای ته رسوي.


د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا د سرمفتش دفتر (سیګار) په یو تازه راپور کې د امریکا کانګرس ته وړاندیز کړی چې د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر کې دغه اداره خپل فعالیت پای ته رسوي.

په دغه درې میاشتني راپور کې چې پرون رسنیو ته لیږل شوی، سیګار د خپل فعالیت د بندولو د وړاندیز لامل له افغانستان سره د امریکا د مرستو کمېدل ښودلی دی.

په ۲۰۲۱ کې د طالبانو حکومت له واکمنېدو راهیسې د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د امریکا ځانګړې شوې بودجه، د سیګار د وروستي راپور په اساس، ۸۲ سلنه کمه شوې او د ۲۰۲۱ په جون کې له ۶.۶۸ میلیارد ډالرو څخه د ۲۰۲۴ په سپتمبر کې یوازې ۱.۲۱ میلیارد ډالرو ته ټیټه شوې ده.

سیګار د خپل کار د پای ته رسولو د وړاندیز عمده هدف د پیسو سپمول ښودلي دي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 177415

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177415/

جمهور
  https://www.jomhornews.com