تخار کې کروندګر د شولو د پروسس ماشینونو غوښتنه کوي

19 عقرب 1403 ساعت 9:04

په تخار ولایت کې د شولو یو شمېر کروندګر د پروسس ماشینونو له نشتوالي اندېښمن دي.


په تخار ولایت کې د شولو یو شمېر کروندګر د پروسس ماشینونو له نشتوالي اندېښمن دي.

دوی د شولو د پروسس د عصري کولو غوښتنه کوي. په دغه ولایت کې سږ کال ۴۳ زره هکټاره شولې کرل شوې دي.

د تخار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، له دې ځمکې څخه ۲۰۰ زره میټریک ټنه وریجي ترلاسه کېږي، چې د تېر کال په پرتله ۱۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

کروندګر له طالبانو څخه غواړي، چې اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ورته وویشي او په تخار ولایت کې د کرنې سیستم عصري کړي.

جمهور خبري آژانس

 


د مطلب کود: 177410

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177410/

جمهور
  https://www.jomhornews.com