ملاهبت الله د حقاني، ملا یعقوب او وثیق څخه د وسلو د ویش واک واخیست

19 عقرب 1403 ساعت 8:50

د طالبانو مشر ملابت الله اخندزاده د کورنیو چارو د سرپرست وزیر سراج الدین حقاني، د دفاع له سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد او د استخباراتو له رئیس عبدالحق وثیق څخه د وسلو او مهماتو د ویشلو واک واخیست.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د جمعې په شپه (د لړم ۱۸ مه) وویل، چې د دغې ډلې مشر ملا هبت الله اخندزاده د یوه اته ماده ییز فرمان په صادرولو سره د کورنیو چارو، دفاع وزارتونو او د استخباراتو له ریاست څخه د وسلو، مهمات او پوځي تجهیزات د  د وېش اجازه اخیستې ده.
مجاهد ویلي چې له اوس څخه به د وسلو د سمې استعمال او خوندیتوب په موخه د وسلو او مهماتو هر ډول استعمال او ویش یوازې د طالبانو د امارت د مشر په امر ترسره کیږي.

پوځي کارپوهان وايي چې د طالبانو د مشر دغه محدودیت د دغې ډلې د مشرانو تر منځ د بې باورۍ اوج ته رسېدل ښيي.

جمهورخبري آژانس

د مطلب کود: 177404

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177404/

جمهور
  https://www.jomhornews.com