۰

فاریاب کې د ۲۲ زره ډالرو په لګښت سړې خونې جوړېږي

جمعه ۱۸ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۰۴
د فاریاب ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو د دغه ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د ۲۲ زره ډالرو په لګښت د سبزیجاتو او میوو د سړو خونو د رغولو چارو د پیل خبر ورکړی دی.
فاریاب کې د ۲۲ زره ډالرو په لګښت سړې خونې جوړېږي
د فاریاب ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو د دغه ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د ۲۲ زره ډالرو په لګښت د سبزیجاتو او میوو د سړو خونو د رغولو چارو د پیل خبر ورکړی دی.

د مسوولینو په خبره دغه سړې خونې د ملګرو ملتو د خوړو او کرنې سازمان په مالي ملاتړ د یاد ولایت قیصار ولسوالۍ په سرآسیاب کلي کې په ۵۴ مترمربع مساحت کې د سبزیجاتو او میوو د ساتلو په موخه جوړېږي .

د یاد ولایت ځایي چارواکو دغه  پروژه د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له مهمو لومړیتوبونو او د کرنې د ضایعاتو د کمولو او د کروندګرو د اقتصادي حالت د ښه والي لپاره یې یو ارزښتناک ګام بللی دی.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي