د شاه و عروس بند به ډېر ژرګټې اخیستنې ته وسپارل شي

18 عقرب 1403 ساعت 9:03

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د کابل په شکر درې ولسوالۍ کې د شاه و عروس بند چارې بشپړېدو ته نږدې شوې او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.


د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د کابل په شکر درې ولسوالۍ کې د شاه و عروس بند چارې بشپړېدو ته نږدې شوې او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه بند د کابل د ځمکې لاندې اوبو سرچینو پیاوړتیا او د سېلابونو کنټرول کې مهم رول لري.

د دې وزارت د مالوماتو له مخې د دې بند په بشپړېدو سره به نه یوازې دا چې هر کال ۳۰ میلیونه متر مکعب اوبه مدیریت شي؛ بلکې د کابل ښاریانو ته ۵ میلیونه متر مکعب د څښاک اوبه هم برابروي.

سرچینې ویلي، د دې ترڅنګ دا بند د ۱.۲ میګاواټه برېښنا تولید ظرفیت هم لري.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 177396

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177396/

جمهور
  https://www.jomhornews.com