د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړو د نړیوال بانک استازي سره کتلي

18 عقرب 1403 ساعت 9:00

د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي، د دغې خونې لومړي مرستیال، یونس مومند، د دغې خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي، جبار ساپي، میرزمان پوپل، احمدشاه حکیمي، سردار ولي پښتون او افغان سوداګرو د افغانستان لپاره د نړۍوال بانک له مشر سره وکتل.

په دغه کتنه کې افغان لوري د افغانستان په اقتصادي برخه کې د نړۍوال بانک د دوامدارې همکارۍ او د بانکي ستونزو د حل غوښتنه وکړه او د اقتصادي وضعیت د بېرته عادي کېدو لپاره یې د خصوصي سکټور ملاتړ مهم وباله.

افغانستان کې د نړۍوال بانک مشر، فریس هداد زیروس بیا دغه غونډه اغېزناکه وبلله او په راتلونکي کې یې پر پورتنیو مسایلو د ژورو خبرو ژمنتیا څرګنده کړه.

جمهورخبري آژانس
 
د مطلب کود: 177394

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177394/

جمهور
  https://www.jomhornews.com