د طالبانو د ډلې د کورنیو چارو وزارت وايي، په افغانستان کې د مخدره موادو د تولید د زیاتوالي په اړه د ملګرو ملتونو راپور له حقیقته لرې دی.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د طالبانو ډلې د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن پنشنبې د لړم ۱۷ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغې ډلې په افغانستان کې د داعش د زیاتوالي په اړه د ملګرو ملتونو د سروې راپور رد کړ.
په افغانستان کې نشه يي توکي او له حقیقته لرې ګڼل. طالبان وايي، ښايي دا سروې د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې د دفتر له خوا د روان کال په لومړيو کې د کوکنارو د کښتونو د له منځه وړلو په موخه د دې ډلې د جنګياليو له کمپاين مخکې شوې وي، چې
د دې ډلې دا ادعا بې بنسټه ده. طالبانو زیاته کړې، چې د نشه یي توکو د کښت او تولید د څرنګوالي په اړه د دې ډلې ارزونې د ملګرو ملتونو له نشه یي توکو او جرمونو سره د مبارزې د دفتر د سروې برعکس ښيي.
د يادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې په خپل يوه راپور کې ويلي، چې په افغانستان کې د نشه يي توکو توليد سږ کال ١٩ سلنه زيات شوى دى.
جمهورخبري آژانس