طالبانو او هند د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ

17 عقرب 1403 ساعت 8:44

د طالبانو د ډلې د دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د هند د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر جي پي سنګ سره وکتل او دواړو لورو د اړیکو د پراخولو هیله څرګنده کړه.


د طالبانو د ډلې د دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د هند د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر جي پي سنګ سره وکتل او دواړو لورو د اړیکو د پراخولو هیله څرګنده کړه.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د هېواد د ملي دفاع وزارت نن پنشنبې د لړم ۱۷ سهار د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیر جی پی سنګ په کابل کې د دغه وزارت له سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد سره وکتل.

طالبانو ویلي، چې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا په ځانګړې توګه د بشري همکاریو او نورو اړوندو مسایلو په اړه پر خپل منځي لېوالتیا ټینګار وکړ.

د طالبانو په وینا، دواړو لورو له یو بل سره د اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره لېوالتیا ښودلې ده.

جمهورخبري آژانس

 


د مطلب کود: 177373

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177373/

جمهور
  https://www.jomhornews.com