د افغانستان لپاره د کاناډا ځانګړي استازي له ګلوبل اېنډ ايمېل وايي، که طالبان د بشري حقونو د نقض روان وضعیت بدل نه کړي، کاناډا به له اسټرالیا، جرمني او نیدرلنډ سره یو ځای، یاد مساله د عدالت نړیوالې محکمې ته وړاندې کړي.
نوموړي له ګلوبل اېنډ ايمېل ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې کړې او زیاته کړې یې ده، چې طالبان د نړیوالې ټولنې له لوري د رسميت پېژندنې ترڅنګ په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ اخیستلو او اقتصادي تعامل غوښتنه مطرح کوي، خو په خبره يې برعکس د بشري حقونو په برخه کې د نړیوالو غوښتنې نه مني.
سپرول یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې وضع شوي محدودیتونه لرې کړي او هغوی ته د کار، تعلیم او ټولنیزو فعالیتونو اجازه ورکړي.
هغه زیاتوي: « طالبان د بندیزونو لرې کېدل غواړي او په ډیپلوماټیکه برخه کې په ملګرو ملتونو او نورو فورمونو کې د څوکۍ غوښتنه کوي او دا پر نړیواله کچه د تعامل غوښتنې مانا لري؛ خو دوی دا هر څه په خپلو شرایطو کې غواړي. موږ نړیوالې محکمې ته د شکایت لپاره پروسه پیل کړې چې دا یې لومړی پړاو دی او نور پړاوونه یې پاتې دي. که ستونزه حل نه شي، محکمې ته به ځي.»
جمهورخبري آژانس