تازه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې (اوچا) د راپور په خپرولو سره افغانستان له سخت او اوږدمهاله بشري ناورین سره مخامخ بللی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په راپور کې د ۲۰۲۴ زیږدیز کال پرمهال، شاوخوا ۲۳.۷ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړمن بلل شوي.
د اوچا راپور د دغه اړمنتوب لاملونه د اقلیم پرله پسې بدلونونه، د نفوسو ډېروالی، اقتصادي ستونزې، د خوراکي امنیت نه لرل او روغتیایي خدمتونو ته لږ لاسرسی، بللي دي.
د راپور په یوه برخه کې راغلي: « افغانستان له سخت او اوږد مهاله بشري ناورین سره مخ دی. په ۲۰۲۴ زیږدیز کال، کابو ۲۳.۷ میلیونه افغانان چې شمېر یې د دې هېواد له نیمایي نفوس زیات دی، ډېرو بشري مرستو ته اړتیا لري.»
راپور کې پر افغانستان د اقلیمي بدلون اغېزو ته هم اشاره شوې او ویل شوي چې د ګڼ شمېر افغانانو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی دی.
د راپور کې یوه برخه کې راغلي: « اقلیمي بدلون هم هغه څه دی چې مخامخ یې پر ګڼ شمېر افغانانو اغېز کړی. په تېرو درېیو کلونو کې نږدې۴۰۰ زلزلې ثبت شوې چې تر ټولو سخته یې د هرات زلزله وه. د ریښتر پر کچه دغه ۶.۳ درجې زلزله د ۲۰۲۳ زیږدیز کال په اکټوبر کې په هرات ولایت کې ثبت شوه.»
جمهورخبءی آژانس