۰

د افغانستان له خلکو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو او ازبیکستان هڅې

پنجشنبه ۱۷ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۲۶
د افغانستان لپاره د ازبیکستان ځانګړي استازي عصمت‌الله ارګاشف، په سوله‌ییزه توګه د افغانستان د مسئلې د حل لپاره د ازبیکستان او د ملګرو ملتونو سازمان د بنسټونو د اقداماتو پر لا ډېرې همغږۍ ټینګار کړی دی.
د افغانستان له خلکو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو او ازبیکستان هڅې
د افغانستان لپاره د ازبیکستان ځانګړي استازي عصمت‌الله ارګاشف، په سوله‌ییزه توګه د افغانستان د مسئلې د حل لپاره د ازبیکستان او د ملګرو ملتونو سازمان د بنسټونو د اقداماتو پر لا ډېرې همغږۍ ټینګار کړی دی.

نوموړي دغه څرګندونې په ازبیکستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د پراختیايي پروګرام له استازي سره په کتنه کې کړې دي.

د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې، دواړو لورو په دغې کتنه کې، د ښوونې او د بشرپاله مرستو د وړاندې کولو له لارې د افغانستان له خلکو ملاتړ مهم بللی دی.

د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي:«په دې کتنه کې د پوهنې او بشرپاله نوښتونو له لارې د افغانانو د ملاتړ پر دوام ټینګار وشو. دواړو خواوو د افغانستان د ستونزې د سوله‌ییز حل لپاره د ازبیکستان او د ملګرو ملتونو د بنسټونو د اقداماتو د لا زیاتې همغږۍ پر اهمیت ټینګار وکړ.»

ازبیکستان یو له هغو هېوادونو دی چې، له طالبانو سره ښې سیاسي او اقتصادي اړیکې لري او د طالبانو سفیر د روان لمریز کال د تلې میاشتې په ۱۹ نېټه خپل باورلیک د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر ته وسپاره.

د ازبیکستان نوی سفیر هم یوه اوونۍ وړاندې کابل ته راغی او تمه ده چې، په راتلونکو ورځو کې به خپل باورلیک د طالبانو رییس الوزرا ته وسپاري.

تر دې وړاندې د ازبیکستان ځانګړي استازي له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو د دفتر له سيمه‌ييز استازي سره په کتنه کې د سولې او ثبات په تامين او افغانستان ته د بشري مرستو په رسولو ټينګار کړى و.
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي