طالبان:

د ټرمپ له ولسمشرۍ سره به د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د پام وړ بدلون راشي

16 عقرب 1403 ساعت 21:17

د طالبانو ډلې د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د انتخاباتو د نتیجو په اړه یوه اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي چې د ټرمپ له راتګ سره له امریکا سره د اړیکو د ټینګولو هیله لري.


د طالبانو ډلې د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د انتخاباتو د نتیجو په اړه یوه اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي چې د ټرمپ له راتګ سره له امریکا سره د اړیکو د ټینګولو هیله لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د ټرمپ د بریا په غبرګون کې ویلي، چې د متوازنې بهرنۍ تګلارې په رڼا کې د دغه ډلې د بهرنیو چارو وزارت هیله من دی، چې د امریکا د راتلونکې ادارې مشري وکړي.

امریکا به رښتیني ګامونه پورته کړي. نوموړي زياته کړه، د دواړو هېوادونو په اړيکو کې د پام وړ بدلون راتلای شي او دواړه هېوادونه د متقابل تعامل په رڼا کې د اړيکو يو نوی باب پرانيزي.

طالبان وايي، د امریکا د متحدو ایالتونو ترمنځ د دوحې تړون د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې پر مهال لاسلیک شو او له هغه وروسته شل کلن اشغال پای ته ورسېد.

د بیان په پای کې دا هم ویل شوي چې ښاغلی ټرمپ به په سیمه او نړۍ کې په ځانګړې توګه په غزه او لبنان کې د روانې جګړې په پای ته رسولو کې رغنده رول ولوبوي.

د یادولو وړ ده چې د وروستیو احصایو له مخې د امریکا د جمهوري غوښتونکو ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ د ۲۷۷ ټاکنیزو رایو په ترلاسه کولو سره د امریکا د ۴۷م ولسمشر په توګه وټاکل شو او سپینې ماڼۍ ته د هغه داخلیدل حتمي دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 177360

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177360/

جمهور
  https://www.jomhornews.com