د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ۵۰ اوریزه لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې د بنګله دېش ملي لوبډلې ته د ۹۲ منډو په ستر توپیر ماته ورکړه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه لوبه نن چهارشنبې د لړم ۱۶ مه د افغانستان پر وخت ۲:۳۰ بجې د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغاړي کې پیل شوه.
د لوبې پچه یا ټاس افغان لوبډلې وګاټه او لومړي یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه او په ۴۹.۴ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره بنګله دېش لوبډلې ته ۲۳۶ هدف وټاکه.
د افغان لوبغاړو پیل ښه نه وه او تر پنځمې ویکټې پورې یو په بل پسې وسوځېدل، خو د محمد نبي، حشتمت الله شهدي، ګلبدین نایب او ننګیال خروټي ښې توپوهنې وکولی شول، چې ۲۳۶ منډو ته ځان ورسوي.
محمد نبي ۸۵، شهیدي ۵۳، ګلبدین ۲۲ او ننګیال خروتي ۲۶ منډې وکړې.
د لوبې په دویمه پاڼې کې د بنګله دېش لوبغاړو ښه پیل وکړ او داسې ښکارېده چې دغه لوبه به په ډېره اسانۍ سره د افغان لوبډلې څخه خپله کړي.
خو د الله محمد غضنفر، راشد خان، محمد نبي، عظمت الله عمرزي او ننګیال خروټي د ښې توپ اچونې له امله د بنګله دېش لوبغاړو ونه شوای کولی دغه هدف پوره کړي.
د لوبې په ۳۲ اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره بنګله دېش لوبډلې ۱۴۳ مندې وکړې او دغه لوبه یې د ۹۲ منډو په توپير افغانستان ته وبایلله.
الله محمد غضنفر ۶ ویکټې، راشدخان ۲، محمد نبي او عمرزي یوه یوه ویکټه واخیسته.
د یادونې ده، چې د افغانستان او بنګله دېش دویمه پنځوس اوریزه لوبه راتلونکې شنبې د لړم ۱۹ مه د افغانستان پر وخت ۲:۳۰ بجې په همدې شارجه لوبغالي کې تر سره کېدونکې ده.
جمهورخبري آژانس