طالبان: موږ د ۸۰ میلیارده افغانیو په ارزښت پرمختیايي پروژې منظورې کړې

16 عقرب 1403 ساعت 13:01

د طالبانو د ډلې د اقتصادي چارو مرستیال اعلان وکړ چې دغې ډلې د ۸۰ میلیاردو افغانیو په ارزښت پراختیايي پروژې منظورې کړې دي.


د طالبانو د ډلې د اقتصادي چارو مرستیال اعلان وکړ چې دغې ډلې د ۸۰ میلیاردو افغانیو په ارزښت پراختیايي پروژې منظورې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د اقتصادي مرستیال د رسنیو دفتر نن (۱۶ عقرب) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغې ډلې د تدارکاتو کمېسیون له پیل راهیسې د څه باندې ۸۰ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۹۰ بېلابېلې پراختیايي پروژې پلې شوې دي.

تصویب شوی طالبانو ویلي، چې په دې پروژو کې زیربنا، روغتیا، ترانسپورت، د کلیو پراختیا، برېښنا، کرنې، د اوبو مدیریت، مخابراتو او نورې برخې شاملې دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 177341

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177341/

جمهور
  https://www.jomhornews.com