د کانونو وزارت: روان کال د یو میلیارد ډالرو زیات تړونونه لاسلیک شوي دي

16 عقرب 1403 ساعت 9:17

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت شمیرې ښيي چې دغه وزارت د روان هجري لمریز کال له پیله تر اوسه د یو میلیارد او ۲۰۰ ملیونو ډالرو په ارزښت درې لوی تړونونه لاسلیک کړي دي.


د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت شمیرې ښيي چې دغه وزارت د روان هجري لمریز کال له پیله تر اوسه د یو میلیارد او ۲۰۰ ملیونو ډالرو په ارزښت درې لوی تړونونه لاسلیک کړي دي.

ددغه وزارت د ویاند، همایون افغان په وینا، دغه قراردادونه د مالګې، ګاز او سمنټونو په برخه کې دي چې قراردادونه یې له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره لاسلیک شوي دي.

همایون افغان وايي،  سږ کال موږ له ازبېکستاني او ترکي شرکتونو سره د ګاز او سمنټو په برخه کې قراردادونه لرل. له دې مخکې مو له ایراني، ترکي او چینایي شرکتونو سره د نفتو، ګاز، مس او طلا په برخو کې قراردادونه درلودل. نور بهرني شرکتونه هم لېوالتیا لري، خو تر اوسه مو له هغوی سره قرارداد نه دی کړی.

د کانونو او صنایعو خونه وايي، دا مهال له نورو هېوادونو سمنټ او ګاز واردېږي او په دې برخه کې پانګونه به له افغانستان سره مرسته وکړي چې ځان‌ بساینې ته ورسېږي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 177331

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177331/

جمهور
  https://www.jomhornews.com