طالبان:د ټولو رسمي سرحدونو او د ډیورنډ فرضي کرښې امنیت تامین شوی دی

16 عقرب 1403 ساعت 9:10

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو رییس د یوه پلاوي په مشرۍ کونړ ولایت ته سفر کړی او د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې يې د پرتو ۶ ولسوالیو څار او ارزونه کړې ده.


د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو رییس د یوه پلاوي په مشرۍ کونړ ولایت ته سفر کړی او د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې يې د پرتو ۶ ولسوالیو څار او ارزونه کړې ده.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ویاند وايي تسلیم‌الله حقاني چې، غلام صدیق سباوون د دغه سفر په ترڅ کې ویلي چې، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې د ټولو رسمي سرحدونو او د ډیورنډ فرضي کرښې امنیت تامین شوی دی.

دی وايي، زموږ سرحدات اوس محفوظ دي او د اسلامي امارت ټول مسوولان د دې دفاع ته چمتو دي.

سباوون همداراز زیاته کړې چې، دوی د تېر په څېر اوس هم له خپلې خاورې او سرحدونو د څارنې او دفاع لپاره چمتو دي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 177329

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177329/

جمهور
  https://www.jomhornews.com