۰

مجاهد: د دوحې درېیمې غونډې د ژمنو عملي کېدل د غونډو دوام ته اړتیا لري

چهارشنبه ۱۶ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۰۷
د طالبانو ذبیح‌الله مجاهد وايي، د دوحې په درېیمه غونډه کې د شویو ژمنو عملي کېدل د راتلونکو غونډو ترسره کېدو ته اړتیا لري.
مجاهد: د دوحې درېیمې غونډې د ژمنو عملي کېدل د غونډو دوام ته اړتیا لري
د طالبانو ذبیح‌الله مجاهد وايي، د دوحې په درېیمه غونډه کې د شویو ژمنو عملي کېدل د راتلونکو غونډو ترسره کېدو ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړې، د دوحې په درېیمه غونډه کې د نشه‌يي توکو د کښت د بدیل معیشت او خصوصي سکټور د ملاتړ د جلب لپاره بحثونه شوي دي.

د مجاهد په وینا، د ملګرو ملتونو سازمان باید د مشخصو کړنلارو پر مټ د دغو ژمنو د عملي کېدو ډاډ ترلاسه کړي.
                      
ذبیح‌الله مجاهد  وايي، په درېیمه غونډه کې، بحثونه د ملاتړ د جلب لپاره وو چې، هېوادونو ژمنې وکړې او خپل ملاتړونه اعلان کړي او له هغې وروسته دا چې، څه ډول ملاتړونه عملي کېږي، راتلونکو غونډو ته اړتیا لري او همدارنګه په ملګرو ملتونو پورې تړاو لري چې، څه ډول میکانیزم جوړ کړي او څه ډول کولای شي هغه ژمنې چې، هېوادونو له افغانانو سره د همکارۍ په درشل کې کړې دي، د هغې عملي لارې چارې وارزوي او علي کړي.

جمهورخبري آژانس


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي