طالبان وايي، د سرک جنوب ته د خواجه کلی رح څخه تر حوز کرباس پورې د دوه کیلومترو په اوږدوالي د اسفالټ لین د پروژې کار د هرات ښاروالۍ له پراختیايي بودیجې څخه د څه باندې ۲۴،۵ میلیونه افغانیو په لګښت پرانیستل شو.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په هرات کې د طالبانو ډلې د ښاروال په شتون کې د هرات ښاروال ملا نعمت الله حسن صاحب، مرستیال ښاروال مولوي جلال الدین حقدوست، د ښاروال انجنیر محمد ایوب سیف الجهاد، تخنیکي او مسلکي معین، حقوقي او د اوومې ناحیې مشرانو او اوسېدونکو د څارنې او ارزونې ریاست مسوولینو د ښار د اوومې ناحیې له خواجه کلی څخه تر حوز کرباس پورې د سړک په جنوب کې د اسفالټ لین پروژه پیل کړه.
د طالبانو د معلوماتو له مخې، د دې پروژې لګښت څه باندې ۲۴،۵ میلیونه افغانۍ کېږي، چې د هرات ښاروالۍ له پراختیايي بودیجې څخه د نګین عزیزي او احسان نويد ساختماني او سړک جوړونې شرکت له خوا پرانیستل شوه.
په ياده شوې اعلاميه کې ويل شوي، د هرات ښاروال ملا نعمت الله حسن صاحب د دې پروژې له پيل څخه د خوښۍ څرګندولو په ترڅ کې ښاريانو ته د کار د کيفيت په اړه ډاډ ورکړ او له اړوندو مسوولينو او انجنيرانو يې وغوښتل چې د دې پروژې کيفيت او کار په دوامداره توګه وڅاري.
د هرات لپاره د طالبانو ډلې ښاروال دغه راز د دغې پروژې له قراردادي څخه وغوښتل چې په ټاکلي وخت کې دې په معياري او اساسي ډول کار بشپړ کړي.
د يادونې وړ ده، چې د يادې پروژې چارې به د اړوندو قراردادي شرکتونو له خوا په شپږو مياشتو کې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
جمهورخبري آژانس