د طالبانو د ډلې د کډوالو د ستونزو د هواري د کمیسیون د موقتي هستوګنې د کمیټې غړي وايي، له ګاونډیو هیوادونو څخه د کډوالو جبري راستنیدو زور اخیستی دی.
طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغې ډلې اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د کډوالو د ستونزو د هواري د عالي کمیسیون د موقتي کمیټې له غړو سره وکتل.
د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد د موقتي هواري د کمیټې د نورو غړو په استازیتوب وویل چې له ګاونډیو هیوادونو څخه د مهاجرینو د اجباري راستنیدو لړۍ ګړندۍ شوې ده خو د نورو کمیټو په هلو ځلو سره مو بیرته راستنیدو ته لاره هواره کړه.
مولوي عبدالسلام حنفي دغه راز وويل، چې د سړې موسم د رارسېدو له امله د يادې کمېټې مسوولين په ځانګړې توګه د موقتې استوګنې په برخه کې بايد هڅه وکړي، څو زموږ هغه راستنېدونکي چې له ګاونډيو هېوادونو څخه راستانه شوي له کومې ستونزې سره مخ نه شي.
د يادونې وړ ده، چې طالبانو ته د افغانستان له تسليمېدو سره، د مهاجرت د نړيوال سازمان د راپور له مخې، په تېرو درېيو کلونو کې څه باندې اته ميليونه افغانان د طالبانو د بيا پيلېدو له امله د بې وزلۍ او بېکارۍ له امله له هېواده وتلي دي.
په افغانستان کې یې کنترول درلود او ګاونډیو او لویدیځو هیوادونو ته یې مهاجرت وکړ .
جمهورخبري آژآنس