کابل کې د وړمې ورځې اورلګېدنه کې ۶ تنه مړه او ۲۶ تنه ټپیان شوي

14 عقرب 1403 ساعت 5:48

ېښو ته د رسېدو او اطفایې عمومي رییس نورالله انصار ویلي چې، د پغمان ولسوالۍ په قلعه حیدرخان سیمه کې د ګاز په یوه شرکت کې د تېرې شپې (شنبې) په اورلګېدنه کې، ۶ تنه مړه شوي او ۹ تنه نور ټپيان شوي دي.


ېښو ته د رسېدو او اطفایې عمومي رییس نورالله انصار ویلي چې، د پغمان ولسوالۍ په قلعه حیدرخان سیمه کې د ګاز په یوه شرکت کې د تېرې شپې (شنبې) په اورلګېدنه کې، ۶ تنه مړه شوي او ۹ تنه نور ټپيان شوي دي.

د ښاغلي انصار په وینا، د اور د خپرېدو مخه نیول شوې او تر اوسه د دې پېښې له امله د اوښتو زیانونو کچه څرګنده نه‌ده.

پېښو ته د رسېدو او اطفایې عمومي رییس څرګندوي:«ځاني تلفات تراوسه پنځه تر شپږو تنو دي؛ زه فکر کوم چې، مړینه له اوو تنو لوړه نه‌ده او ټپيان کابو ۹ تنه دي او مالي زیانونه تراوسه وروستي شوي نه‌دي.»

خو د پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتووالي ملي اداره وایي چې، د دې پېښې په تړاو د لومړنیو معلوماتو له مخې دوه کسان مړه شوي او ۲۶ نور ټپیان شوي دي. 
 
د دې ادارې په وینا، تر دې دمه د لومړنیو شمېرو له مخې، دغې پېښې څه باندې یو مېلیون او دوه سوه زره ډالره زیان اړولی دی.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 177257

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177257/

جمهور
  https://www.jomhornews.com