د طالبانو د حکومت اقتصادي معاونیت وايي؛ د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال له لوري د ۱۴۰۳ لمریز کال په جریان کې د انرژۍ، زېربنا، ترانسپورټ او د اوبو مدیریت په سکټورونو کې ۱۶ بېلابېلې پروژې پرانیستل شوې دي.
یاد معاونیت زیاتوي؛ د دې پروژو له جملې څخه د انرژۍ په سکټور کې ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزه برېښنا، د طوطي میدان سیمې ګازو ایستنه، د کابل ارغندۍ سب سټېشن پراختیا پروژې شاملې دي.
د اوبو مدیریت په برخه کې د پاشدان بند، پلتوني بند او د اغاجان بند پروژې شاملې دي. اقتصادي معاونیت ویلي، چې د زېربنا په برخه کې د نیله باغ هستوګنیزه پروژه، په کابل نړیوال هوايي ډګر کې معیاري انتظار خونه او په ۱۲ ګمرکي بندرونو کې د الکترونیکي سکنرونو نصب پروژې ځای لري.
همداراز د ترانسپورټ سکټور په برخه کې د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې دویمه برخه، د خیرخانې کوتل سړک دویم لاټ، د کابل-غزني دویم لین سړک، د کابل ښار هوايي ډګر له څلور لارې تر ګمرک پورې سړک، د کابل ښار له شهید څلور لاري څخه تر قصبې پورې سړک او د کابل-جلال اباد دویم لین سړک شامل دي.
جمهورخبري آژانس