په هرات کې د طالبانو ډلې چارواکو په دغه ښار او ولسوالیو کې د شاوخوا څلور زره ښوونکو د ګومارلو خبر ورکړی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په هرات کې د طالبانو ډلې د پوهنې رییس اعلان کړی، چې د پوهنې ریاست له لوري په تېر کال کې د هرات په ښار او ولسوالیو کې شاوخوا څلور زره ښوونکي په دندو ګومارل شوي دي.
د هرات د پوهنې رییس رحمت الله جابر وايي، د هرات ښار او ولسوالیو په ښوونځیو کې شاوخوا څلور زره ښوونکي استخدام شوي، چې له دې جملې څخه ۵۴۷ تنه قراردادي ښوونکي او ۲۳۴۲ تنه د اسلامي زده کړو موسسې ښوونکي او مامورین دي.
په هرات کې د طالبانو د ډلې د پوهنې رييس هم وويل چې د روان کال له پيل څخه تراوسه پورې دغه رياست د څه دپاسه ٢٢ ميليونه افغانيو په ارزښت ٣٧ ښوونځي ترميم کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې له هغه وخته، چې طالبانو پر افغانستان واک تر لاسه کړ، په هېواد کې علمي وضعیت خورا خراب شوی او نجونې له زده کړې او پوهې بې برخې شوې دي.
جمهور خبري آژانس