۰

په هرات کې شپږ تنه ناقانونه ښکار کوونکي ونيول شول

یکشنبه ۱۳ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۰۲
طالبانو د هرات ولايت په غوريان ولسوالۍ کې د ښکار په جرم د شپږو تنو د نيولو خبر ورکړ.
په هرات کې شپږ تنه ناقانونه ښکار کوونکي ونيول شول
طالبانو د هرات ولايت په غوريان ولسوالۍ کې د ښکار په جرم د شپږو تنو د نيولو خبر ورکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د وسله والو طالبانو د ۲۰۷ اتل قول اردو مطبوعاتي دفتر اعلان کړی، چې شپږ تنه یې د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کې د ښکار په جرم د اوومې لوا د لسمې فرقې د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

د ۲۰۷ الفارق قول اردو سرحدي لوا. د خبرځاى د څرګندونو له مخې: دا دويم ځل دى چې د دغه قول اردو د لسم سرحدي کنډک منسوبين د ممنوعه حيواناتو او مرغانو د ښکار په تور نيولي دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي