طالبانو په بدخشان کې د موټرسایکل سپرو ۱۰۰ کسیزه ګزمه جوړه کړې

13 عقرب 1403 ساعت 13:57

د طالبانو د ډلې د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې دغې ډلې په بدخشان ولایت کې له موټرسایکلونو سره د امنیتی ځواکونو سل کسیزه ډله جوړه کړې ده.


د طالبانو د ډلې د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې دغې ډلې په بدخشان ولایت کې له موټرسایکلونو سره د امنیتی ځواکونو سل کسیزه ډله جوړه کړې ده.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د طالبانو ډلې د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن یکشنبې (۱۳ لړم) په خپله فسبوک پاڼه کې لیکلي، چې د دغې ډلې د امنیه قوماندانۍ ۱۰۰ کسیزه ډله جوړه شوې ده.

دبدخشان ولايت لپاره دموټرسايکلونو او پرمختللو پوځي تجهيزاتو په لرلو سره د دغه ولايت د خلکو د امنيت د ټينګښت او جنايي جرمونو د مخنيوي لپاره ګرځنده ګزمې جوړېږي چې  ۲۴ ساعته فعالیت لري.

نوموړي لیکلي چې دغه ډله به د فیض آباد ښار او د هغه ولایت په نورو ولسوالیو کې په امنیتي برخو کې فعاله وي.

د يادونې وړ ده چې طالبانو ډلې ته د افغانستان په تسليمولو سره دغې ډلې تل په هېواد کې د سل په سلو کې د امنيت د تامينولو ادعاوې کړې، خو په حقيقت کې د اکثرو پښتنو په ګډون د هېواد اوسېدونکي په دغه هېواد کې له امنیتي ننګونو سره مخ دي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 177226

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177226/

جمهور
  https://www.jomhornews.com