۰

طالبان: څه باندې۱۰ میلیارده افغانۍ مو پر اړمنو وېشلې دي

یکشنبه ۱۳ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۳۶
د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په وروستیو میاشتو کې یې ۱۰ میلیارده او ۱۷۰ میلیونه افغانۍ پر یتیمانو، معلولینو او کونډو ویشلې دي.
طالبان: څه باندې۱۰ میلیارده افغانۍ مو پر اړمنو وېشلې دي
د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په وروستیو میاشتو کې یې ۱۰ میلیارده او ۱۷۰ میلیونه افغانۍ پر یتیمانو، معلولینو او کونډو ویشلې دي.

د روان کال د غبرګولي د میاشتې په پیل کې د طالبانو د شهیدانو او معلولینو وزارت ويلي وه، چې تر ۴۵۰ زرو زیاتې کونډې، یتیمان او معلولین یې ثبت کړي دي.

د یاد وزارت چارواکو دغه راز د کال په پیل کې اعلان کړی و، چې د روان کال بودیجه یې ۱۲ میلیارده افغانیو ته لوړه کړې ده.

د یاد وزارت ویاند فیصل خاموش ویلي، چې له ټاکل شوې بودیجي څخه په تېرو څو میاشتو کې څه ۱۰ میلیارده افغانۍ پر یتیمانو، کونډو او معلولینو وېشل شوې دي.


جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي