د پکتيا ولایت د پوهنې رياست مسوولینو خبر ورکړی، چې په مرکز ګردېز او درېوو ولسواليو کې ۶ ښوونځيو ته د ۳۱ نيم ميليونه افغانيو په لګښت د پاکو اوبو سېسټمونه او احاطوي ديوالونه جوړ شوي دي.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو د مرکز ګردېز اړوند ميهلن سيمه کې د يادو پروژو د ګټېاخيستنې مراسمو کې ویلي، چې درېوو ښوونځيو ته په زرمت، دوو ته په څمکنيو ولسوالي او يوه ښوونځي ته په مرکز ګردېز اړوند ميهلن سيمه کې د احاطې ديوالونه، پاکو اوبو سېسټم او معياري تشنابونه جوړ شوي دي.
د پکتيا پوهنې رياست مسوولینو ژمنه کړې، چې په ښوونځيو کې د استادانو او درسي کتابونو کمښت ستونزه به هم ډېره ژر حل کړي.
جمهورخبري آژانس