تېر کال په هیواد کې څه باندې ۳۵۰ چکډېمونه جوړ شوي

13 عقرب 1403 ساعت 8:32

د طالبانو اقتصادي مرستیالۍ په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې په تېر یوه کال کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې څه باندې ۳۵۰ چکډېمونه جوړ شوي دي.


د طالبانو اقتصادي مرستیالۍ په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې په تېر یوه کال کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې څه باندې ۳۵۰ چکډېمونه جوړ شوي دي.

د خبر پاڼې له مخې له‌‌‌دې ډلې ۱۳۸ پروژې د کرنې او اوبو لګولو وزارت، ۱۱۷ د اوبو او انرژۍ وزارت، او ۱۰۰ پروژې د کلیو د بیارغونې وزارت لخوا پلې شوې او ډېری یې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

 اقتصادي مرستیالۍ د یاد شمېر چکډېمونو د جوړولو  خبر داسې مهال ورکوي، چې د افغانستان ګڼې سیمې په تېره بیا جنوب لوېدیځه حوزه له وچکالیو کړېږي.

جمهورخبري آژآنس
 


د مطلب کود: 177212

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177212/

جمهور
  https://www.jomhornews.com