پروان کې د ۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د رغنیزو پروژو چارې پیل شوې

13 عقرب 1403 ساعت 8:27

د پروان ولایت په سرخ‌پارسا، سیاګرد، شیخ‌علي ولسوالیو او د دې ولایت په نورو اړوندو سیمو کې د کډوالۍ نړیوال سازمان IOM په همکارۍ د ۱۴ میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په ارزښت د استنادي دیوال، سربند او پلچک جوړولو د شپږو پروژو کار پيل شو.

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې رییس ویلي؛ دغه پروژې له پېښو سره د مبارزې ملي ادارې او د کډوالۍ نړیوال سازمان ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې او د یاد ریاست تر څارنې لاندې جوړیږي، چې کیفیت ته به یې جدي پاملرنه وشي.

نوموړي زیاته کړې؛ د دې ډول پروژو په پلي کولو سره به د سېلابونو له امله د ځاني او مالي زیانونو کچه کمه شي.

همداراز یې له موسسو غوښتي، چې په وقایوي پروژو کې همکاري وکړي.

جمهورخبري آژانس

د مطلب کود: 177209

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177209/

جمهور
  https://www.jomhornews.com