افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) د چنګاښ له ۱۱مې د تلې تر ۹مې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت قانون، د نجونو او ښځو حقونو، ملکي مرګ ژوبلې، د بیان ازادۍ، بدني سزاګانو او عدلي اجرااتو په اړه خپل درې ماشتني راپور خپور کړ.
د دغه راپور په یوه برخه کې هېواد کې امنیتي پېښو ته هم اشاره شوې ده.
راپور کې راغلي، دغه موده کې په کابل، ننګرهار او غور ولایتونو کې څلور امنیتي پېښې رامنځته شوي چې ۲۸ ملکي وګړي پکې وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان شوي دي.
یوناما دغه راپور کې لیکلي: د سپټمبر په ۲مه کابل کې د واکمنې ادارې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست مخې ته یو ځانمرګی برید وشو چې له امله یې ۷ ملکي وګړي و وژل شول او څه باندې ۲۹ نور ټپيان شول.
د دغه راپور پر بنسټ، د افغانستان او پاکستان د پوله ساتو ترمنځ په درېیو نښتو کې شپږ تنه وژل شوي او لس نور ټپیان دی.
راپور کې راغلي چې، د امر باالمعروف او نهې عن المنکر وزارت نوي قانون د ښځو پر وړاندې ځینې تازه بندیزونه لګولي دي.
د یوناما په راپور کې زیاته شوې، د جولای له لومړۍ د سپټمبر تر ۳۰مې نیټې، د یوناما د بشري حقونو څانګې د خپل سرو نیونو او بندي کولو لږ تر لږه ۲۴ پېښې، د ځورونې، بد چلن او لفظي ګواښونو لږ تر لږه ۱۰ پېښې او د پخوانیو افغان امنیتي ځواکونو د وژنې لږ تر لږه پنځه پېښې مستند کړي دي.
جمهورخبري آژانس