۰

له نشه‌يي توکو سره د مبارزې کمېسیون د کړنلارې د مسودې چمتو کېدل

شنبی ۱۲ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۳۴
د طالبانو ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له نشه‌يي توکو سره د مبارزې د عالي کمېسیون د کړنلارې د مسودې له چمتووالي خبر ورکړی دی.
له نشه‌يي توکو سره د مبارزې کمېسیون د کړنلارې د مسودې چمتو کېدل
د طالبانو ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له نشه‌يي توکو سره د مبارزې د عالي کمېسیون د کړنلارې د مسودې له چمتووالي خبر ورکړی دی.

سیاسي مرستیال ویلي چې د نشه‌يي توکو او مسکراتو سره د مبارزې په برخه کې به فعالیتونه په همغږي او پلان شوي ډول ترسره شي.

دغه موضوع‌ له نشه يي توکو او مسکراتو سره د مبارزې د عالي کمېسیون د فرعي کمېټو په لومړنۍ غونډه کې د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ په سپېدار ماڼۍ کې مطرحه شوې ده.

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت د مولوي کبیر له قوله ویلي، له نشه‌يي توکو سره د مبارزې عالي کمېسیون د طرز‌العمل مسوده چمتو شوې او له نشه‌يي توکو او مسکراتو سره د مبارزې په برخو کې په همغږۍ او هدفمن ډول فعالیت کېږي.

له نشه‌يي توکو او مسکراتو سره د مبارزې د عالي کمېسیون فرعي کمېټې په ځانګړو برخو کې فعالیت کوي. په دغو کمېټو کې د کورنیو چارو، بهرنیو چارو، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، اطلاعاتو او کلتور، او عامې روغتیا وزارتونه ګډون لري.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي