۰

طالبانو له چینایي شرکت سره د همکارۍ هوکړه لاسلیک کړه

شنبی ۱۲ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۳۱
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت په افغانستان کې له بېلابېلو سرچینو د انرژۍ په پروژو کې د پانګونې په موخه له یوه چینايي شرکت سره د همکاریو هوکړه لاسلیک کړه.
طالبانو له چینایي شرکت سره د همکارۍ هوکړه لاسلیک کړه
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت په افغانستان کې له بېلابېلو سرچینو د انرژۍ په پروژو کې د پانګونې په موخه له یوه چینايي شرکت سره د همکاریو هوکړه لاسلیک کړه.

د دغه وزارت سرپرست عبدالطیف منصور له یاد شرکته غوښتي چې، د مزو د لېږد او د سب سټیشنونو جوړولو او د پياوړتیا په برخو کې هم پانګونې وکړي.

که څه هم افغانستان د انرژۍ د تولید زیاتې سرچینې لري؛ خو تر اوسه نه دی توانیدلی په دې برخه کې ځان بسیاینې ته ورسیږي.

د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند مطیع الله عابد وایي د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د چین له ډون فینګ شرکت سره د همکارۍ تړون لاسلیک کړ.

د لاسلیک په مراسمو کې ملا منصور ویلي، افغانستان کې له هر اړخه د پانګونې زمینې برابرې شوې دي او له دغه شرکته یې وغوښتل چې، د انرژۍ د لېږد مزو پروژو او توزیعي سب سټیشنونو د پیاوړتیا په برخه کې پانګونې وکړي.

ورته مهال د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولینو د ترکیې ۷۷ شرکت له مشر سره د کجکي بند دویم فاز د کار د چټکتیا په اړه خبرې کړې دي.
 
د دغه وزارت د مسوولینو په خبره، د ۷۷ ترکي شرکت مشر دغه لیدنه کې ویلي، غواړي د دغه وزارت د رهبرۍ له هوکړې سره سم په هرات کې د ۲۰۰ میګاواټه بادي برښنا پر پروژې هم پانګونه پیل کړي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي