روسیه: امریکا د افغانستان د «حساس ثبات» په بهیر کې لاسوهنه کوي

12 عقرب 1403 ساعت 8:24

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، امریکا او متحدان یې د افغانستان د «حساس ثبات» په بهیر کې لاسوهنه کوي.


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، امریکا او متحدان یې د افغانستان د «حساس ثبات» په بهیر کې لاسوهنه کوي.

ښاغلي لاوروف د یورو اسیا د امنیت په اړه د مینسک په دویم نړۍوال کنفرانس کې ویلي چې، امریکا او متحدان یې د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې د بیا ځلي پوځي حضور لپاره د پلمو په لټه کې دي.

نوموړي ویلي:«له ۲۰ کلن نیواک وروسته چې، امریکا له افغانستانه وتښتېده، اوس یې متحدان غواړي د دغه هېواد د «حساس ثبات» په بهیر کې لاسوهنه وکړي او د مرکزي اسیا په هېوادونو کې د خپل بیاځلي پوځي حضور لپاره پلمې ولټوي.»

په دې غونډه کې د ټولیز امنیت د تړون سازمان سرمنشي د طبیعي سرچینو پر سر د سیمه‌‌ییزو سیالیو خبره کوي او له افغانستانه د ترهګرۍ د ګواښونو په تړاو خپله اندېښنه څرګندوي.

د ټولیز امنیت د تړون سازمان سرمنشي ایمانګلي تاسماګامبتوف وايي، موږ اضافي ننګونو لکه د طبیعي زیرمو لپاره سیالۍ ته نغوته کوو. په دې سیمه کې په لومړي سر کې د اوبو مسئله د حکومتونو ترمنځ د شخړو لامل کېدای شي.

جمهورخبري آژآنس

 


د مطلب کود: 177169

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177169/

جمهور
  https://www.jomhornews.com