د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي کابل کې د روسیې له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره کتلي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو، د افغان – روس کمپلکس په پرانیستولو، په نړیوال دهلېز کې د افغانستان د ونډې، د دوه اړخیزو ګټو پر بنسټ د پروژو پلي کولو، هېواد کې د پانګونې په فرصتونو، مثبت تعامل او د دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو په لا پراختیا خبرې شوې دي.
جمهورخبري آژانس